IQNA

د تهران د قرآن په نړیوال نندارتون کې د عباسی آستان سټال  کې  د لیدونکو پراخ شتون

6:45 - February 28, 2026
د خبر لمبر: 3492523
ایکنا - د تهران د قرآن کریم په ۳۳ نړیوال نندارتون کې د  عباسی مقدس آستان سټال  د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی .

د ایکنا د راپور له مخې، د عباسی مقدس آستان د قرآن کریم د علمي مجمعې مرستیال مشر وویل چې لیدونکي د عباسي آستان له نوېو چاپونو، علمي مجلو او قرآني محتواؤ سره اشنا شول او همدارنګه ئې د سټال په بېلابېلو پروګرامونو کې د ګډون فرصت وموند

هغه زیاته کړه چې د غرفې یا سټال په پروګرامونو کې «کوچنی قرآني» سیالي، امام زمان (عج) ته د لیک لیکلو برخه، د پوښتنو ځوابولو کې ګډون او د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د بیرغ د ترلاسه کولو لپاره په پچه ‌اچونې کې ګډون شامل وو.

همدارنګه، د خطاطۍ ورکشاپ له پام وړ هرکلي سره مخ شو او ګډونوالو پکې د قرآن کریم آیتونه او د رسول اکرم (ص) او اهل‌بیت (ع) احادیث ولیکل.

التمیمي ټینګار وکړ چې دا ګډون د قرآن کریم د علمي مجمعې د علمي او فرهنګي فعالیتونو یوه برخه ده او موخه ئې د علمي او کلتوري چارو په پیاوړتیا او د عراق دننه او بهر له پوهنتوني او دیني بنسټونو سره د تعامل زیاتول دي.

حضور گسترده بازدیدکنندگان از غرفه آستان عباسی در سی‌وسومین نمایشگاه بین‌المللی قرآن کریم+عکس

https://iqna.ir/fa/news/4337037

captcha